KPR - د نباتاتو کرونکو کلوپ > موږ د تخمونو د نويو رسوونكو او راغونډوونكو په لټه كي يو

موږ د تخمونو د نويو رسوونكو او راغونډوونكو په لټه كي يو. د KPR د تخمونو رسوونكو او راغونډوونكو شبكې سره يو ځاي شې!

1. څنگه زموږ د تخمونو رسوونكي كيداي شي.

كه تاسو مخكي د تخمونو رسوونكي يا محلې تخمونو توليدونكي ياست، موږ غواړو چي تاسو سره مرسته وكړو. موږ دا منو چي تاسو دمخه پدي پوهيږي چي څنگه تخمونه راغونډ، او څنگه پاك او زيرمه شې، نو لدي كبله موږ اړتيا نلرو چي تاسو ته د هغي په هكله تشريحات دركړو. كه څه هم، كچيري تاسو كوم پوښتنه يا شك ولري، موږ به خوشې له تاسو سره مرسته وكړو.

موږ د لاندني مهال ويش سره سم كار كوو:

موږ ته د خپل د تخمونو د قيمت جدول په ايرو يا امريكايي ډالر كي (يا كوم نورو اسعارو كي) راوليږي. نمونه وگورئ. تخمنونو قيمتونه معمولآ د انتقال د مصرف څخه پرته ښودل كيږي. كله چي دروليږل كيږي نو د انتقال مصرف د هغه څخه سربيره اخستل كيږي.

موږ ستاسو د سيمې هر نبات سره دلچسپې لرو – زينتې نباتات، خوراك وړ نباتات (مېوې او سابه)، طبې نباتات، جادوئی نباتات، تخنيكې نباتات (د ټوكرانو لپاره مواد توليدونكې، د كور ودانول او داسې نور.) او وحشې نباتات.

دتخمونو نوي رسوونكې آزمويل

كله چي موږ د يو نوي تخمونو رسوونكې سره د سوداگرې اړيكه پيل كړو، د هغه\هغې څخه هيله كوو ترڅو چي موږ ته په لوموړي ځل كي امتحانې ليږدونه وكړې. كه موږ كوم په زړه پورې څيزستاسو دتخمونو په لست كې وگورو، موږ به د يوې آزموېنې فرمايش درج كړو. ددي لپاره چي د دوكې او فريب مخنيوې مو كړې وي، مخكې لدي چي جنس ترلاسه كړو او تخمونه وآزمايو تر هغي موږ د لوموړې ځل د ليږدونې پيسې نه وركوو. زموږ د غړو او پيرودنكو اړتياوې او غوښتنې ډيرې لوړې دې ; نو لدي كبله، موږ اړ يو چي ډير مطمئن اوسو چي تاسو كوم تخمونه وړاندې كوي د لوړ كيفيت څښتن دې. موږ چي يو ځل امتحانې ليږدونه ستاسو څخه ترلاسه كړه، موږ هغه تخمونه چي تاسو تهيه كړې دي وآزمايو (د زرغونيدو آزموينه، د راليږل شويو تخمونو آزموينه، چي دا يو معين جنس دي).

لوموړنې ليږدونه ډيره مهمه ده، دا ځكه چي كه ستاسو د تخمونو آزموينه بريالې شوه، نو تاسو به له موږ سره يوه د اوږدي مودي تجارتې اړيكو څخه خوند واخلئ. سره لدي، كچيري ستاسو تخمونو زموږ د آزموينې څخه بريالې شول، نو موږ به تاسو د دواړو تخمونو او د ليږدونې مصرف پيسې دركړو، حال دا چي كچيرې د آزموينې څخه بريالي نه شول، نو موږ به د هيڅ څيز پيسې درنه كړو.

مهربانې وكړئ يوازې تازه، د ژوند او ودې وړ تخمونه راوليږئ. ددی لپاره چي تخمونو ته زيان د لندبل پواسطه ونه رسيږې، موږ تاسو ته سپارښتنه كوو چي تخمونه په پلاسټيكې كڅوړه كي مه اچوئ. تر ټولو ښه لار ددي بسته بندې لپاره كاغذي كڅوړه ده. معمولآ د گياه پيژندنې تصديق پاڼې ته اړتيا نشته ده (موږ به تاسو ته د يو فرمايش كولو خبر دركړو). موږ به د ليږدونې په يوې طريقي له تاسو سره موافقه وكړو، كله چي له ستاسو سره د فرمايش كولو خبر وشې.

موږ غواړو چي تاسو ته خبر دركړو، چي د زرغونوالې موسم په اروپا (چيرته چي د KPR ډير غړي او پيرودونكې اوسيږې) كي د اپريل- مئ مياشتو كي پيليږي او په سپټمبر- اكټوبر كي ختميږې. په اروپا كي اكثره تخمونه د سپټمبر تر پايه گټې اخستنې ته چمتو كيږي. موږ په سپټمبر- اكټوبر كي د خپل د نويو تخمونو فهرست يا كيتلاگ خپروو. زموږ اكثره پيرودونكې د اكټوبر نه تر جنوري پوري زموږ څخه تخمونه رانيسې (ځينې وختونه تر مارچ پوري)، حال دا چې، هغوي غواړې خپل تخمونه مخكې د نوي نباتي ودې موسم د پيليدو څخه ترلاسه كړې، دا پدي معنې چي تخمونه اړدي چي بايد احد اقل په مارچ كې ولرل شي، نو هغه د پرخي غير مقاوم نباتات د اوړي په درڅ كي كرل كيداې شې كله چي بهترين شرايط ورته برابر وي. په اروپائي هيوادونو كې د اروپا ژمې د نومبر څخه تر مارچ پوري دې، د استوائي سيمو نباتاتو اړتيا شته چي بايد په گل خانو يا په كورونو كي وساتل شي، كچيري دا كور څخه بهر وساتل نو د پرخي پواسطه به مړه شي.

2. څنگه زموږ د تخمونو غونډونكې كيداي شئ

تاسو اړ نه ياست چي زموږ سره د كار كولو لپاره د نبات پژندنې يو متخصص اوسې. سائنس پوهان اكثرآ په نړۍ كې د هغو نباتاتو د تخمونو په پلټنې دي چي په آسانې سره معلوم او تعين شې، كوم چي د هر شخص پواسطه پرته له ستونزې پيژندل كيداې شې. اړتيا نشته چي دا نباتات بايد كمياب وي، او دوې په سيمه كې په پراخه اندازه پيدا كيږي، مگر سائنس پوهان اړ دي چي ددي نباتاتو په هكله لا ډيره پلټنه وكړې (د يو ډول نبات ډيري نمونې له هرڅومره ډيرو مختلفو هيوادونو څخه چي ممكن وي او همدارنگه هرڅومره د ډيرو ځايونو (خلك) څخه چي په يو هيواد كې هرڅومره چي ممكن وي) ځينې وختونه، ځينو ددغو نباتاتو ته د يو چا اړتيا ورته پيښيږې، پخپل باغ كې ئي په وحشې ډول بوټې وكرئ. دا كيداې شې ستاسو د ښار په كوم ځاې كې، يا ستاسو د كور سره نږدې، د اړتيا وړ ډير ډولونه د نباتاتو كرل شي.

د حيقيت په سبب، چي تقاضا د د راغونډشوي نباتاتو ډولونو (اكثرآ په وحشې) لپاره ډيره لوړه ده، او نور هيڅ څوك د KPR په شان يو پراخ او جامع وړانديز نلري، موږ قادر نه يو چي دا ټولو غوښتنو ته خدمت وړاندي كړو. ځكه نو، موږ نوي مرسته كوونكو ته په افريقا، آسيا، امريكا، آسټراليا اواقيانوسيه كي اړتيا لرو. مننه لدي حقيقت څخه چي موږ خپل د سفر لگښتونه لږ كړې، همدارنګه موږ قيمتونه ډير ټيټ ساتوو. ستاسو د سفر لگښتونه په يقينې ډول به ډير ټيټ وي تر هغه سفر څخه چي موږ ئي د سلواكيا څخه وكړو. ځينې وختونه د سفر لگښتونو ته حتې اړتيا نه پيدا كيږي، لكه څنگه چې ځينو تخمونو ته چي اړتيا وې، هغه ستاسو د كور څخه د قدم وهلو د واټن په اندازه لاره، ستاسو د كار په ځاي كي يا كوم بل نږدې ځايه څخه ترلاسه كولاي شئ. تاسو كولاي شې پخپل هيواد كي تخمونه كله چې تاسو په رخصتې كې وي، راغونډ كړئ.

څنگه د KPR د تخمونو غونډونكې كيداي شې؟

كه تاسو غواړئ چې زموږ ديو تخمونو راغونډوونكې په توگه برخه واخلئ، تاسو ډير ښه راغلاست! ستاسو مسلك گرسره مهمه ندي. يوازينې څيز چي مهمه دې هغه دا چې تاسو بايد هغه نبات وپيژنې له كوم څخه چي تخمونه راغونډوې. له بلې خوا، كچيري تاسو يو نبات پيژندونكې يا كوم نفر چي ډير ښه پوهه د نباتاتو په هكله ولري دا به يوه ښكاره گټه وې. د تل لپاره د هغو نباتاتو تخمونه راغونډ كړې د كومو چي تاسو ئي لاتين نومونه پيژنې او تاسو 100 % ډاډ من ياست. كله چي تاسو د هغه د نوم څخه 100% مطمئن نه ياست، تاسو همدارنگه كولاي شې چي موږ ته مخكې د راليږو څخه د هغه نبات يو انځور واخلې.

تاسو يو ځلې زموږ شبكې سره يوځاې شې، موږ به تاسو ته خپل اوسنې غوښتن ليك په باقاعده ډول در وليږو، مگر تاسو مجبور نه ياست چي هيڅ يو څيز هم تهيه نه كړې. تاسو د هغو ډول نباتاتو راغونډولو ته چي تاسو ور ته په آسانې سره لاسرسۍ لرئ ډير ښه راغلاست وايو، كچری تاسو قادر نه ياست چي هيڅ يو څيز هم راغونډ نه كړي كومه ستونزه نشته ده.

ځكه موږ ستاسو د هيواد په قوانينو نه پوهيږو، او همدارنګه په ستاسو په كې ميشت نه يو، موږ له تاسو غوښتنه كوو چي د داسې نباتاتو تخمونه راغونډ نه كړې چي ستاسو دهيواد په قانون كي هغو نباتاتو باندې بنديز لگول شوي وي او هغه محفوظ نباتات وي. مهربانې وكړي تاسو د خپل د هيواد محلې قانون مه ماتوې! لطفآ هيڅ يو محفوظ ډول نبات را غونډ نه كړې، حتې که هغه نبات زموږ په "غوښتن ليك" كې وي. په ځينو هيوادونو كې، ځينې د نبات ډولونه عام وې او هغه د قانون له مخې محفوظ نه وي، حال دا چې په نورو هيوادونو كي همغه ډول نبات كيداې شې ډير لږ يا حتې له منځه تللې وي. موږ خپل "غوښتن ليك" د هر هيواد لپاره بدلولاي نشوو، ځكه نو موږ پر تاسو باور لرو چي پدې اړه مسووليت واخلې.

د اوركيديسې (Orchidaceae) يا ثلعبې كورنې د هيڅ نبات تخمونه غونډ نه كړي، دا ځكه چي موږ د ثلعب يا (orchids) سره باكل معامله نه لرو!

تاسو يا يوازي د هغو نباتاتوتخمونه راغونډ كړي چي زموږ په "غوښتن ليك" كي ذكر شوي دي يا تاسو د نباتاتو يو لست را وليږې كوم چې له هغي څخه تاسو تخمونه را غونډ ولاي شئ. ستاسو د لست تر لاسه كولو وروسته، موږ به تاسو ته د هغو نباتاتو لست ايميل كړو چي موږ ته په زړه پوري وې.

موږ ستاسو د سيمې هر نبات سره دلچسپې لرو – زينتې نباتات، خوراك وړ نباتات (مېوې او سابه)، طبې نباتات، جادوئی نباتات، تخنيكې نباتات (د ټوكرانو لپاره مواد توليدونكې، د كور ودانول او داسې نور.) او وحشې نباتات.

څه كيفيت زه بايد راغونډ كړم او څنگه؟

دا گرانه ده چي ووايو، ځكه چي تاسو ځينې وختونه د 1000-50 حتې د ډيرو تخمونو په راغونډولو قادر ياست چي په يو ثانيو كي تخمونه د مېوي راوباسې. په هرحال په نور حالاتو كي، د 100 تخمونو د راغونډولو لپاره به ساعتونه وليگيږي. لږترلږه په هر ځاي كي 100 تخمونه را غونډ كړې، مگر دا ممكنه ده چي، مهرباني وكړي (1000-500) تخمونه راغونډ كړې. د بيلګې په توگه كچري هلته يوازي يو نبات موجود وي، يوازي 50- 20-10 تخمونه راغونډ كړي- موږ منندوي يو لدي چي تاسو په هر مقدار تهيه كړاې شئ. دا معمولآ كافي ده چي تاسود 200-100پوري غټ تخمونه (د 3 سانتې مترو څخه غټ) را غونډ كړئ. كه تاسو كوم شك لري، نو پرته له زړه نا زړه كيدو څخه زموږ سره هر وخت اړيكه ونيسئ او زموږ سره مشوري وكړئ.

لطفآ په ياد ولري چي كله تاسو تخمونه را غونډوئ نو يو څه تخمونه هلته پريږدئ، ددي لپاره چي د هغه ځاي څخه هغه نبات باكل له منځه ولاړ نه شې.

کچیری په هغه سيمه كې ډير نباتات موجود وي، نو د هر يو نبات څخه په انفرادي ډول تخمونه هرڅومره چي ممكن وي راغونډ كړې، ددي لپاره چي ستاسو نمونې تخمونه د هغي سيمې د نباتاتو د ارثې بدلون (په عينې نبات كي ارثې بدلونونه ولري) څرگندوې دي.

كچيري تاسو وكولاې شې چي عينې ډول يا نوع له يوې څخه زياتو سيمو كې راغونډ كړئ، نو څومره ډيرو سيمو څخه چي ممكن وي را غونډ ئي كړي. د مختلفو سيمو معلومول دومره آسانه كار نه دي. یوه سیمه په پام كې د داسې يو ځاې په حيث ونيسې كوم چي د نورو سيمو نباتات ددي سيمې له نباتات سره په اړيكه كي نه وي. (د مثال په ډول، هغه نباتات د حشرو يا د باد پواسطه د گردې اچولو وړتيا نه لري ; يعنې دا نباتات قادر نه وي چي يو د بل سره د غير زوجي تكثرپواسطه يو ځاي شې (د مثال په ډول ګل ناز، سوپرويويم يا كوم نور ډول نباتات چي په غيرزوجي تكثر مثل زياتوي) يا څاوې د تخمونو په خپرولو قادر نه وي. د عام ډول لپاره، 2 مختلفي سيمې په پام كې ونيسئ چي يو د بل څخه حد اقل 10 نه تر 50 كيلو مترو پوري واټن ولري. د كميابه نوعي يا ډول شتوالې په صورت كې ستاسو د هيواد په ځانگړې نباتې سيمو كې، سيمې بايد يو له بلې څخه 1 نه تر 5 كيلو مترو پوري ليريوالې ولري.

كچيري تاسو په يو داسې ځاي ياست چي تاسو كولاې شې زيات ډولونه راغونډ كړي، حتې كه هغه زموږ په "غوښتن ليك" كي ذكر شوي هم نه وې، مهربانې وكړئ هغه لا تراوسه راغونډ كړئ (موږ به هغه خپل د تخمونو بانك كې وساتو او يو كس به په يقينې ډول ژر يا وروسته پيدا شې چي هغه وغواړي). تاسو همدارنګه كولاې شې چي موږ ته د ډولونو لست ستاسو له هيواد څخه راوليږې كوم چې تاسو د هغو په راغونډولو قادر ياست او هغه زموږ په "غوښتن ليك" كې نه وې يا زموږ د تخمونو په كليكسيون "دتخمونو او نباتاتو بانك" كي نه وې يا هغه ډولونه چې زموږ په "دتخمونو او نباتاتو بانك" كې نه وې ذكر شوې. موږ به تاسو ته بريښنا ليك د هغو ډولو په هكله چې موږ ور سره دلچسپې ولرو، دروليږو. موږ به ستاسو ډيره لمانځنه وكړو كچيري دا راغونډ كړئ.

كله تخمونه په بيديا كې راغونډيږې (هغه تخمونه نه چې د هغو نباتاتو څخه چې اصل ئې په طبيعت كې معلوم نه وې (= په يو باغ كې))، مهربانې وكړئ په ډيره واضحه ډول پر كاغذي كڅوړي باندي په كوم كې چي ستاسو تخمونه را ليږئ، دا لاندني معلومات وليكئ:

په كلكه اړيتا:

-          د نبات لاتين نوم
-          د راغونډونې واقعې ځاې، او همدارنگه عادت يو لنډه تشريح (چمن، شگلن، د سمندرگې غاړي، ګرنګونه، پرښه، غرونه او داسې نور) – لطفآ اطمينان راكړي چي دا تشريح يوه مفصله تشريح ده څومره ئې چي امكان درلود، ددې لپاره چي هرڅوك وكولاي شې دا تخمونه پيدا كړې، حتې په داسې حال كې چې يو څوك مخكې لدې ستاسو هيواد ته هيڅكله راغلې نه وي. (نمونه وگوري)
-          ستاسو د هيواد نوم
-          د راغونډولو نيټه (د ورځ-مياشت-كال په شكل)
-          ستاسو د پيژنگلوې شفركوم چي به تاسو ته دركړل شي، يا ستاسو بشپړ نوم

اضافي معلوماتو ته اجازه شته، خو ضروري نه دي:

-          جي پې اس يا معلومات د نړيواله سپوژمكې په مټ (كه تاسو جي پې اس ولري)
-          يا كوم نور اضافي يادونې

موږ په كلكه سپارښتنه كوو چي د تخمونو انتقال لپاره د پلاسټيكې كڅوړو څخه غوره د كاغذي كڅوړي دي چي ور ځينې استفاده وشې، دا پر دي دليل كوم لندبل چي د پلاستيكې كڅوړې په دننه كې دي نو تخمونو ته په جدي ډول زيان رسوې. دا تخمونه په كاغذي كڅوړو كي په يو وچ ځاي كي د لمر له وړانګوڅخه ليري وساتې (د بېگې په توگه په يو المارۍ ډوله بكس كې).

د لندو تخمونو لكه د توتانو په هكله څه وكړو؟

دا بهتره ده چي پريږدو تخمونه وچ شې. دا ځكه چې تاسو په ډيره آسانې سره له وچو ميوو څخه تخمونه ويستلاې شئ. په نورو حالاتو كې، دا بهتره ده چي ميوې ته زور وركول شې يا وځبيښل شې او په اوبو كې د يو ساعت لپاره يا تر يوې ورځې پوري واچول شې، او په با قاعده ډول هغه زيان شوي ميوه ووينځل شې، ترڅو چي تخمونه دميوې له تل څخه راوويستل شې. بيا ئې پريږدئ چي وچ شې اوپه يوه كاغذي كڅوړه ئي بند كړئ.

د ځينو ډولونو لپاره (د بيلگې په توگه، د خوړو وړ ونو عنعنوې كوچنې ذره بينې موجودات، د اليوم نه توليدونكې ونې) دا مناسبه نده چې هغه د تخمونو پواسطه تكثېر كړو، مګر بهتره ده چي هغه د غوزو په ډول تهيه كړو، ژمنې قلمې يا كومې نوري نباتې برخي پوسيله تكثير كړو. پدي صورت كې، مهربانې وكړئ زموږ سره اړيكه ونيسـئ موږ به لوموړي تاسو ته بشپړه شرحه دركړو.

يو ځل تاسو څه مقدار تخمونه لرئ او تاسو غواړئ چي موږ ته تهيه كړئ، لطفآ موږ ته ستاسو سره د موجوده ډولونه لست راوليږئ (يو فورمول له انټرنټ څخه دلته راښكته كړئ). تاسو ته ښه راغلاست وايو چي موږ ته په كال يوځل يو لست د يو خاص موسم څخه وروسته راوليږئ، يا هر ځلې چي تاسو تخمونه راغونډوئ. اګرچه بهترين وخت د لست راليږلو د هركال د سپټمبرمياشتې نه مخكې دي. اگركه تاسو تخمونه وروسته له سپټمبر څخه را غونډ كړئ، مهربانې وكړئ تر اوسه موږته لست راوليږئ. له بلې خوا، ټول تخمونه مخكې له سپټمبره درمند شوي، په لست كې درج شوي وي او موږته راليږل شوي دي. هرڅومره ژر چي ستاسو لست موږته راورسيږې، موږ به تاسو ته خبر دركړو يا خو تاسو كوم څيز په سم دلاسه يا وروسته راوليږئ.

زه هيله لرم چي د KPR شبكي سره د تخمونو رسوونكې \ تخمونه غونډوونكې په توگه يو ځاي شم

مهربانې وكړي تاسو په انګليسې ژبه كې د خپله پيژندنه او د خپلي پوهې په هكله چي د نباتاتو په اړه يې لري او د خپلې تجربې په باره په لنډه توگه تشريح كړي.

مهم معلومات هغه ملگرو لپاره چي د اروپا څخه بهر دي (اروپائې اتحاديي )

د نباتاتو په تجارت كي په نړۍ ځيني محدوديتونه شته دي كه څنگه چې په اروپا كي دي. د نړۍ اكثره هيوادونو د سټيز (CITES) تړون لاس ليك كړې دي. دا دي د نباتاتو (او څارويو) لست په كوم كي چي تجارت منع كړاي شوي يا محدود كړاي شوي دي.

د اروپائې اتحاديې دا تړون هم لاس ليك كړې دي، مگر همدارنگه دا پخپله يو قانون لري، كوم چي د سټيز (CITES) څخه ډير سخت. (د بيلگې په توگه د كميسيون قوانين (EC) نمبر No 338/1997) دي. د اروپائي اتحاديي قوانين د ټولو هيوادونو لپاره چي په اروپائې اتحاديي كې شامل وي اجباري دي. هلته 4 اضافې د معلوماتو ښووندوي (A, B, C او D) ښارونو ورته شته دي.

د ډولونو لست په هره ضميمه كې مشابه دي دسټيز (CITES) له ضميمه سره، مګر دا د هميشه يو شان نه وي. ځينې ډولونه په بله ضميمه كې لست شوې دي او ډير ډولونه د سټيز (CITES) په ضميمو كې ذكر شوې نه دي. ددي برسيره، اروپائې اتحاديه اكثرآ ځانگړي قوانين وضع كوې په كوم كي چي د ځينو ډولونو واردول په موقتې ډول و اروپائې اتحادېي ته منع كوې.

موږ پدي پوهيږو چي تاسو د اروپائي اتحاديې د وارداتو ټولو محدويتونو پر پوهيدلو عاجر ياست، نو لدي كبله موږ تاسو ته يو لست د نباتاتو ستاسو د هوساينې لپاره تهيه كړي دي، د كومو لپاره چي موږ بالكل دلچسپې نه لرو. دا دلته د انټرنټ څخه راښكته كړې.

موږ ته هيڅ محفوظ شوې ډولونه د هيڅ هيواد څخه راونه ليږې!